د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو په دې ولایت کې ۳ تنه کروندګر د نشه یي توکو د کښت په تړاو نیولي دي.
پولیسو ددې ولایت په خنج ولسوالۍ کې ۳زره متره مربع ځمکه د نشه يي توکو له کښته پاکه کړې ده. مسوولینو زیاته کړې چې ددې کسانو دوسیې به قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.