ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر دوحې ته ولاړ

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس دوحې ته د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سفر خبر ورکړی دی.

ښاغلي مجاهد لیکلي چې سیاسي مرستیال د یوه افغان پلاوي په مشرۍ دوحې ته د شهید دوکتور اسماعیل هنیه غایبانه جنازه کې د ګډون په پار یاد هېواد ته تللی.

ویل کیږي چې په ترکیه کې هم د یاد هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د شهید هنیه غایبانه جنازه ترسره کړې. د یادونې وړ ده چې د شهید هنیه د جنازې لمونځ نن(پنجنشبه، زمري ۱۱مه) د ایران د مذهبي مشر آیت‌الله علی خامنه‌ای په امامت ادا شوی.

اړوند خبرونه