د بدخشان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ددې ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې ۱۳۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو د چمتووالي خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو او بیا رغونې او پراختیا رییس زیاته کړې، چې د پاکو اوبو دا سرچینه یونیسف ادارې په ۴ میلیونه او ۷ سوه زره افغانیو چمتو کړې.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو ددې پروژې له پلي کېدو خوښي ښودلې ده.
د اشکاشم د اوسېدونکو په اند، د اوبو ددې شبکې په مټ به یې د څښاک اوبو ستونزه هواره شي