ډېر لوستل شوي

سهیل شاهین: د پخوا په پرتله مو له هېوادونو او سازمانونو سره اړیکې پراخه شوي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر قطر ته د سفر په ترڅ کې، دوحه کې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر او د یاد دفتر له مشر سهیل شاهین سره کتلي دي.
ښاغلي شاهین په دې کتنه کې ویلي، چې د پخوا په پرتله يې له یو شمېر هیوادونو او بنسټونو له استازو سره اړیکي پراخې شوي دي. شاهین زیاته کړې، د هغو هېوادونو سفارتونه چې کابل کې فعال نه دي، د ده اړخیزو اړیکو او یو شمېر موضوعاتو د مطرحولو لپاره د دوه اړخیزو اړیکو په پار دوحه کې د افغان حکومت له سیاسي دفتر سره اړیکه نیسي.
د یادونې وړ ده چې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ یو پلاوی د شهید اسماعیل هنیه د جنازې په پار دوحه ته تللی دی

اړوند خبرونه