د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ مسولینو ویلي چې یو امریکایی ګرځندوی د افغان امنیتي ځواکونو له اخلاقو اغېزمن او د اسلام پر مبین دین مشرف شوی.
ویل کیږي چې دا امریکایی وګړی بامیانو ته روان و چې د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ یوې پوستې کې د امنیتي ځواکونو له ښه چنلده اغېزمن او کلمه طیبه یې ویلې ده.
دی (اندریس) نومیده چې تر مسلمانېدو وروسته یې نوم محمود اېښودل شوی.
محمود ویلي چې له ډېر وخت یې د اسلام مقدس دین مطالعه کړی او اوس مسلمان شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په دویم ځلې واکمنۍ سره افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې زیاتوالی راغلی او د افغان حکومت او ملت رښتینی انځور یې خپلو هېوادونو ته له ځانه سره وړی دی. شاوخوا یوه میاشت وړاندې د تخار مرکز د تالقانو په جامع جومات کې هم د مالي په نوم یو چینایی وګړی د اسلام پر مبارک دین مشرف شوی و.