د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې ویلي چې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.
اوچا وړاندې ویلي چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د اوچا په وينا، بارانونو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا د هېواد په لوېديځ کې ګڼې ويجاړۍ رامنځته کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په دې سختو شرایطو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل په افغانستان کې د خوراکي توکو ناورین لا پسې زیاتولی شي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۰ زره ۵۸۳ کورونه هم ویجاړ شوي دي.