په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره کتلي دي.
چین کې د افغانستان سفارت نن(دوشنبه، زمري ۱۵مه) په خپل رسمي اېکس ددې کتنې خبر ورکړی.
په دې کتنه کې د چين او افغانستان تر منځ د سیاسي اړیکو پر لا پراختیا، له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره د دوه اړخیز درناوي له مخې د نیکو اړیکو پر رغونې،
د اقتصادي نښلونې پر پیاوړتیا، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سوداګریزو، ټرانزیټي، کونسلي او نورو مسایلو خبرې اترې شوي دي.
دواړو لوریو د چین اوافغانستان ترمنځ اوسنۍ سیاسي او اقتصادي اړیکې مثبتې ارزولي او په دې برخه کې یې د لا ډیرو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.