د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان هغه راپور رد کړی چې ویلي وو له ۲۰۲۰م کال وروسته ۸ میلیونه افغانان نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
ياد وزارت نن (سهشنبه زمري۱۶) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو درېیو کالو کې ۳.۷ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د مرستندویانو د پاملرني د راجلبولو لپاره د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.