ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر بېرته هېواد ته راستون شو

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د ولسمشر د لوړې له مراسمو او دوحه کې د شهید اسماعیل هنیه تر جنازې وروسته هېواد ته راستون شوی.

ارګ په خپل رسمي اېکس نن ماسپښین(سه شنبه، زمري ۱۶مه) د مولوي عبدالکبیر د راستنېدنې خبر ورکړی دی.

سیاسي مرستیال ایران کې د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او همدارنګه یې دوحه کې له مېشتو امریکایي او اروپایي ډپلوماټانو سره لیده کاته کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې د مراسمو په پار یاد هېواد ته تللی و.

اړوند خبرونه