د کونړ ولایتي مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د دریو کلیو ترمنځ ۲۵ کلنه زړه دوښمني هواره او د ولسونو ترمنځ روغه جوړه شوې.
د کونړ والي ویلي، دا دوښمني د یاد ولایت د وټه پور ولسوالۍ د څانګار، ګجګل او کټارکلا ولسونو ترمنځ د سړک پر سر رامنځته شوې وه چې له ۲۵ کلونو وروسته د علماوو شورا په منځګړیتوب حل شوې.
د یادونې وړده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګڼو لرو پرتو سیمو کې سلګونه دوښمنیو ته د پای ټکی اېښودل شوی دی.