د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني پکتیکا ولایت ته په خپل سفر کې د ۲۵ مخابراتي سایټونو د جوړېدو خبر ورکړی.
ښاغلي حقاني د پکتیکا له یو شمېر علماوو او سپین ږیرو سره په کتنه کې د مخابراتي چوپړونو اړوند د دوی ستونزې او غوښتنې اورېدلي دي.
مولوي نجیب الله حقاني زیاته کړې چې د اترا ادارې لسمه پروژه کې د پکتیکا بېلابېلو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه په پام کې نیول شوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد ګڼو لرو پرتو سیمو کې مخابراتي شبکې فعالې شوي دي.