ډېر لوستل شوي

د عامې روغتيا وزارت تخنيکي پلاوي پکتيا ولايت‌ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني د یو ګډ تخنیکي پلاوي په ملتیا پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.

دغه وزارت نن (پنج‌شنبه، زمري۱۸) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د یاد سفر پر مهال مرستیال او مل پلاوي د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست او د روغتیایي خدمتونو د تطبیق کوونکې موسسې؛ اډا مسئولینو سره کتلي دي. په دې کتنه کې ښاغلي حقاني یادونه کړې، چې پکتیا ولایت ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې ستونزې په ګوته کول او د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره کول دي. د عامي روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د ياد ولايت له ځينو مسوولينو سره په لېدنه کې، د روغتيايي خدمتنو ښه‌والي په موخه د شته ستونزو پر حل ټېنګار کړی دی.

اړوند خبرونه