ډېر لوستل شوي

د ۵۰۰۰ کيلو ګرامه طبي درملو د قاچاق مخنیوی شوی

د کندهار په ګمرک کې د ۵ زره کيلو ګرامه انساني طبي درملو د قاچاق مخنيوی شوی دی.

د مالیي وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد ګمرک کارکوونکو په يوې وارداتي سوداګريزه محموله کې، چې پرچون توکي پکې بار وو؛ په ډېر مهارت سره کشف او نيولي دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګمرکونو لوی رياست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اونۍ د ننګرهار، نيمروز، کندهار او هرات ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکې هم نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دې نيول شوو توکو کې ۱زر او ۸ سو۵۵ کيلو ګرامه چاکليټ، ۸ زره او ۵ سوه ۵ کيلو ګرامه روميان ۴۷۳ کيلو ګرامه غوړي، ۴۲۰ کیلو ګرامه شيرينې باب ۲۲۰ کارټنه د قيلون ذايقه او ۱۰ کارټنه پروټين شامل دي. د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د قاچاقي توکو د لېږد رالېږد د مخنیوي لپاره د سکنرونو د فعالېدو تړون لاسلیک شو او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه