نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کندز او کاپیسا کې یو شمېر روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
کندز کې ۸۵ او کاپیسا کې ۱۸ نشهیان له بستر او درملنې وروسته روغ او د خپلو کورنیو غړو ته ستانه شوي.
همدارنګه لغمان، فاریاب، بغلان، غزني او پکتیکا کې ۲۹ روږدي راټول او ځایي روغتونونو کې بستر شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د لسکونو زرو نشهیانو درملنه شوې ده.