ډېر لوستل شوي

مولوي محمد یعقوب مجاهد د پروان اوسېدونکو ته؛ د ولس تر شا ولاړ یو

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پروان ته په خپل سفر کې ددې ولایت له علماوو، سپین ږیرو او قومي مشرانو سره کتلي دي.
ملي دفاع وزارت نن شپه(جمعه، زمري ۱۹مه) په خپل اېکس پروان ته د مولوي محمد یعقوب مجاهد د سفر خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد ددې ولایت د اوسېدونکو ستونزې اورېدلي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي وخت ناوخت د افغان ولس ستونزې له نږدې اوري او د ستونزو د واقعي درک په موخه بېلابېلو ولایتونو او لرو پرتو سیمو ته سفر کوي.

اړوند خبرونه