ډېر لوستل شوي

د بېلابېلو ادارو ۴۱ کارکوونکي د مسلکي زده‌کړو لپاره چین ته استول شوي

د چارو ادارې لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد د بېلابېلو ادارو ۴۱ کارکوونکو د مسلکي زده‌کړو لپاره چین ته سفر کړی.

يادې ادارې نن ( شنبه، زمري۲۰) په رسمي خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان به په بېلابېلو اداري او مدیریت اړوند برخو کې هلته په لنډو کورسونو او ورکشاپونو کې برخه واخلي. د يادونې وړ ده، چې د بېلابېلو ادارو دغه کارکوونکي له افغانستان سره د چين د همکاریو په چوکاټ کې دغه هېواد ته تللي دي.

اړوند خبرونه