د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د نیمروز د علماوو شورا له غړو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې اورېدلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن(شنبه، زمري شلمه) په خپل رسمي اېکس ددې ولایت له علماوو سره د ملا عبدالغني برادر د کتنې خبر ورکړی.
دې ناسته کې د بهرنیو چارو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیرانو او د برېښنا شرکت رئیس هم برخه اخیستې وه.
د نیمروز علماوو د مرکز زرنج په ګډون لرو پرتو سیمو ته د برېښنا رسونه، د څښاک د پاکو اوبو چمتوکول، د مخابراتي شبکو پیاوړتیا، د سرحدي ستونزو هواری، د کر لپاره د مناسبو اوبو برابرول او ورته نورې ستونزې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره شریکې کړي دي.
ملا عبدالغني برادر یادو علماوو ته د ستونزو د هواري ژمنه ورکړې او په وینا یې له څه باندې څلورو لسیزو وروسته د هېواد د ابادۍ فرصت برابر شوی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وړاندې ویلي: اوسمهال په هېواد کې په مختلفو سکټورونو کې پروژې پیل او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت لوړپوړي غړي وخت ناوخت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ستونزې اورېدلي او د هواري په موخه یې کوټلي ګامونه اخیستي.