ډېر لوستل شوي

نږدې ۶ زره افغانان د ترکیې او پاکستان له زندانونو ازاد شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د امارتي ادارو د یوه کال د لاسته راوړنو په پروګرام کې ویلي چې د افغان حکومت په هڅو تېر کال د ترکیې او پاکستان هېوادونو له زندانونو څخه ۵۷۶۶ تنه افغان کډوال ازاد شوي دي.

همدارنګه ۴ زره افغان کډوال چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، هم هېواد ته رالېږدول شوي دي.

د مسوولینو په قول، تېر کال کې په ایران او پاکستان کې ۶۰۰ افغان کډوالو ته، د حج فریضې ادا کولو زمینه هم برابره شوې ده.

اړوند خبرونه