ډېر لوستل شوي

مولوي محمد یعقوب مجاهد د رغول شویو الوتکو د پرواز مراسمو کې برخه واخیسته

ملي دفاع وزارت په خپل رسمي اېکس د بیارغول شویو الوتکو د الوت په مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ګډون خبر ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک له لوري یوه (وای-۱۲) الوتکه د لومړي ځل لپاره له فتحې وروسته په هوایي ځواک کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په مټ بیارغول شوې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
همدارنګه یوه بله (اېم.ډي.-۵۳۰) هلیکوپټر د تخنيکي انجینرانو په مټ جوړه او د ملي دفاع وزیر په شتون کې په بریالۍ توګه پرواز ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د زرګونو زړو او له کاره وتو نظامي تجهیزاتو بیارغونه شوې ده.

اړوند خبرونه