د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې نن(دوشنبه، زمري ۲۲مه) د تورخم ښارګوټي په غورکي سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د ښاغلي خوارزمي په قول، پاکستاني پوځیانو هغه مهال پر افغان ځواکونو ډزې وکړې چې افغان ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې امنیتي پوسته جوړوله.
ددې پېښې د تلفاتو په اړه لا په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو عیني شاهدانو ویلي چې ګڼ خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.