ډېر لوستل شوي

د زړه شل ناروغ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شوي

افغاني سرې میاشتې د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ۲۰ کسیزه ډله هم په پلازمېنه کابل کې ۵ روغتونونو ته ورپېژندلې ده.

افغاني سرې میاشتې بېګاه شپه(دوشنبه، زمري ۲۲مه) په خپل رسمي اېکس دا خبر خپور کړی دی.

په خبر کې ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د تېرو ۲ کلونو په لړ کې تر اوسه د زرګونو تنو سوري زړه لرونکو ناروغانو درملنه شوې ده.

اړوند خبرونه