د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا د کابل ښار اوولسمې ښوونیزې ناحیه کې د علامه قاري نېک محمد لېسې ودانۍ تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.
ددې لېسې د پرانیستې مراسمو کې د پوهنې وزیر حبیب الله آغا ویلي چې د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زده کړه هم د فرض کفایي حیثیت لري.
سرپرست وزیر د پوهنې وزارت ټولو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د هېوادوالو لپاره با کيفيته ښوونيز چوپړونه وړاندې کړي.