د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې کې له ميشت ټولي او له نویو جوړېدونکو پوستو او پل کتنه کړې ده.
ملي دفاع وزارت په خپل رسمي اېکس نن ماخوستن(جمعه، زمري ۲۶مه) کونړ ته د مولوي محمدیعقوب مجاهد د سفر خبر ورکړی.
ملي دفاع وزات ویلي چې مولوي محمد يعقوب مجاهد د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او د ګڼو نورو مسوولینو په ملتیا نن جمعه ماسپښین کونړ ته تللی او د دانګام ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو له پراته ټولي او هلته له نویو جوړېدونکو پوستو او پل څخه ليدنه ترسره کړې ده.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد مجاهدينو ته د هيواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع په برخه کې لازمې سپارښتنې هم کړي دي.