ډېر لوستل شوي

سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې سبا ورځ(یکشنبه، زمري ۲۸مه) په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

یاد وزارت لیکلي چې سبا له انګريزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۵مې پرتمینې کالیزې په ویاړ په ټول هېواد کې رخصتي اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د زمري ۲۴مه له اشغاله د خلاصون د درېیمې کالیزې په پار هم عمومي رخصتي اعلان کړې وه. سبا(یکشنبه، زمري ۲۸مه) له انګرېزانو د خپلواکۍ اخیستلو له ۱۰۵مې کالیزې سره برابره ده.

اړوند خبرونه