د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لارښونه د یاد وزارت سر مفتش مفتي لطیف الله حکیمي د انګرېزي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ د ۱۰۵ کالیزې په مناسبت د ۴۰۰ بستریز روغتون له معلولینو او فلج شویو سره کتلي دي.
ملي دفاع وزارت په خپل رسمي اېکس نن ماسپښین(دوشنبه، زمري ۲۹مه) دا خبر خپور کړی.
مفتي حکیمي او د ستر درستیز د روغتیایي چارو قومندانۍ هیئت رهبري په یاده کتنه کې د معلولینو ستونزې اورېدلي او هغوی سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده. د ملي دفاع وزارت سر مفتش مفتي لطیف الله حکیمي همدارنګه د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د ناروغانو پوښتنه کړې او د معلولینو په ګډون یې ددې روغتون له ناروغانو سره هم نغدي مرسته کړې ده.