د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولینو ویلي چې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس، په ۷۸۹ مواردو کې د میراث له حق څخه بې برخې ښځې له میراث څخه برخمنې شوي، په ۲۶۳۸ مواردو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه نیول شوې او د ۲۴۶۹ ناستو له لارې د عقیدوي انحرافاتو، ناوړه دودونو او منکراتو مخنیوی هم شوی دی.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نن(سه شنبه، زمري ۳۰مه) د دولت د رسنیو په مرکز کې د تېرکال د لاسته راوړنو کنفرانس وړاندې کوي.