د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن(سه شنبه، زمري ۳۰مه) د سټنډرډ عالي شورا لومړنۍ غونډه وکړه چې په یاده ناسته کې ۲۴ سټنډرډونه هم تصویب شول.
په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیضالله تمیم، د دغه شورا دایمي غړو او د خصوصي سکټور استازو هم برخه اخیستې وه.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې غونډه کې ویلي، چې افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې لومړني ګامونه اخلي او اړتیا ده د سیمهييزې او نړیوالې سیالۍ لپاره د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم محصولات او چوپړونه وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا؛ سټنډرډونه د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت او اعتبار تضمینوونکي دي، تر څو په ملي، سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې سیالي وکړي او په نړیواله کچه ومنل شي.
ښاغلي برادر زیاته کړې: هر سټنډرډ چې موږ یې په افغانستان کې تصویب او پلی کوو، په حقیقت کې د هېواد د اقتصادي ودې او تلپاتې پراختیا سره بنسټیزه مرسته کوي. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وړاندې ویلي: د سټنډرډ عالي شورا اساسي دنده یوازې د سټنډرډونو معرفي کول نه، بلکې اساسي مسوولیت دا دی، چې د سټنډرډونو له مؤثر تطبیق څخه ډاډ حاصل کړي، تر څو د هېواد د ملي ودې او پراختیا په برخه کې اساسي عملي ګامونه پورته کړو. دې غونډې ته د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې له لوري ۲۴ نوي سټنډرډونه د بحث لپاره وړاندې شوي وو چې د اړوندو ټیمونو له لوري ټول منل شوي. دغه سټنډرډونه د خوراکي، ساختماني، نفتي، کیمیاوي او پلاستیکي توکو او همدا راز نساجي اړوند دي.