ډېر لوستل شوي

قاري محمد فصیح الدین فطرت: د افغانستان اسلامي پوځ دهېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنې سرښندونکي دي

بلخ کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ څخه ۸۰۰ ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
ملي دفاع وزارت نن ماښام(سه شنبه، زمري ۳۰مه) په خپل اېکس له یادې قول اردو د ۸۰۰ منسوبینو د فراغت خبر ورکړی.
ددغو منسوبینو په فراغت‌غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ٢٠٩ الفتح قول اردو مشرتابه او د شمال زون ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو برخه اخیستې وه.
د وسلوال پوځ لوی درستیز ګډون والو ته پخپلو خبرو کې ویلي: د افغانستان اسلامي پوځ د غليم پر وړاندې ډال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنې سرښندونکي دي.
دغو فارغینو د هېواد هر ګوټ کې چوپړ ته چمتووالی ښودلی دی.
د یادونې وړ ده چې ملي دفاع وزارت همدارنګه نن له شهید افتاب ښوونیز مرکز څخه د ۵۰۰ تنو د فراغت خبر ورکړی وو.

اړوند خبرونه