ډېر لوستل شوي

پوهنې وزیر د ترکیې له علماوو سره کتلي

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا د شیخ عبدالرحمن هاچکاله په مشرۍ د ترکیې د علماوو له یوه پلاوي سره کتلي دي.
یاده کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په افغانستان کې د ښوونیز نظام پر لاپیاوړتیا، د باکیفیته ښوونیزو چوپړونو پر چمتو کولو او د ښوونې او روزنې د نورو برخو پر پراختیا خبرې اترې شوي دي.
ورته وخت کې د ترکیې هېواد د علماوو پلاوي په افغانستان کې د پوهنې پر متوازن پرمختګ، اصلاحاتو او د ښوونیز کیفیت پر لوړوالي خوښي او د هراړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

اړوند خبرونه