ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې یو تن د ورور او ورېندار پر قتل ونیول شو

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو تن د ورور او ورېندارې د قتل په تور نیول شوی.

دغه کس د دره نور په شیمل سیمه کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمريت منسوبينو نیولی.

ویل کیږي چې دغه کس څه موده وړاندې خپل ورور او ورېندار په ډزو وژلي وو.

یاد کس له سیمې تښتېدلی و، خو د امنیتي ځواکونو په هڅو نن(شنبه، وږي درېیمه) نیول شوی. تورن به له پوښتنو ګروېګنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

اړوند خبرونه