حاجي محمد شفیق په تهران کې د افغانستان د پوځي اتشې په توګه نن رسما خپله دنده پیل کړې ده.
ملي دفاع وزارت په خپل رسمي اېکس نن ماخوستن(دوشنبه، وږي ۵مه) یاد خبر ورکړی.
ملي دفاع وزارت ویلي چې ایران کې د پوځي اتشې ټاکل د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

