ډېر لوستل شوي

تېرکال تر سلو زیات انسان تښتوونکي نیول شوي او وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو په تېر یوه کال کې د ۳۴ انسان تښتوونکو د وژلو او ۷۶ نورو د نیونې خبر ورکړی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه، وږي شپږمه) کابل کې د یاد وزارت د یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح‌ پروګرام کې کړې دي.

د مسوولانو په وینا، تېرکال د انسان‌تښتوونکو پر وړاندې ۲۵۰ عملیاتونه هم شوي. د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د انسان تښتوونکو پر وړاندې پرېکنده او جدي چلن کوي.

اړوند خبرونه