ډېر لوستل شوي

هېواد کې د (بیزو تڼاکې) په تړاو اوازې ناسمې دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان هغه اوازې رد کړې چې ګوندې افغانستان کې د بیزو تڼاکې(مانکي پاکس) ناروغۍ مشکوکه پېښه ثبت شوې.

ښاغلي زمان زیاته کړې چې په دې تړاو اندېښنې بېځایه دي او تر اوسه هېواد کې ددې ناروغۍ هېڅ نښه نه‌شته.

ډاکټر شرافت زمان وړاندې ویلي، په دې تړاو د عامې روغتیا وزارت له پتو رسمي او کره مالومات خپروي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې ددې ناروغۍ لومړنۍ پېښې ثبت شوي.

بیزو تڼاکه ویروسي ناروغي ده چې له ناروغ کس روغ ته لېږدول کیږي.

اړوند خبرونه