ډېر لوستل شوي

۹۷ تنه ساتونکو ته عقيدتي او مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې

کورنيو چارو وزارت د عامه او ملي تصدۍ معينيت له ښونيز مرکز قوماندانۍ څخه د ۹۷ تنه ساتونکو د عقيدتي او مسلکي زده‌کړو څخه د فراغت خبر ورکړی.

دغه وزارت په خپل رسمي اېکس ليکلي، ياد فارغ شوي ساتونکي به د کورنيو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت په چوکاټ کې د پانګونې، امارتي، خصوصي او نړيوالو پروژو د امنيت ساتنه وکړي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د کورنيو چارو وزارت په ورته برخو کې زرګونه ځوانانو ته مسلکي زده‌کړې ورکړې دي.

اړوند خبرونه