ډېر لوستل شوي

د سیمې کړکېچ، نړۍ د افغانستان فضا ته اړه کړې

که څه هم د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته د افغانستان فضا فلج شوه او بشپړه بې باوري حاکمه وه، خو د افغان حکومت ریښتیني حکامو ګاونډیو، سیمې او نړۍ ته وښووله چې د افغانستان خاوره او فضا د هېچا په زیان نه ده او اوس افغان خاوره او افغان فضا د نړۍ خوندې لارې دي.

بلومبرګ څېړنېزې رسنۍ ویلي و چې د نړۍ یو ځل بیا د افغانستان فضا ته پام ور اوښتی. دغې رسنۍ په یوه څېړنیز راپور کې زیاته کړې چې په منځني ختیځ کې کړکېچونو، ننګونو او پر اسراییلو د تهران د برید شونتیا نړۍ اړه کړې چې له افغان حکومت څخه د تېرېدونکو الوتکو په پار اجازه واخلي. په دې وروستیو کې د افغان حکومت په هڅو له افغانستان نورو ښارونو، پلازمېنو او هېوادونو ته د سیده الوتنو شمېر هم زیات شوی او اوس نه یوازې د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه؛ بلکې له خوست، مزارشریف او هرات هوایي ډګرونو هم سیمې او عربي هېوادونو ته سیده الوتنې ترسره کیږي.

بلومبرګ ویلي چې د سینګاپور ایرلاین، برټېش ایرویز، لوفت هانزا او ګڼو نورو نړیوالو شرکتونو په تېرو میاشتو کې د افغانستان فضا محفوظه او خوندي بللې ده. یاده څېړنیزه رسنۍ ویلي چې په تېرو میاشتو کې یې د افغانستان له فضا ډېره ګټه اخیستې.

ولې د افغانستان فضا!؟ ایا سیمه کې د نورو هېوادونو له حریم ګټه نه شي اخیستل کېدای؟

د شنونکو په اند، نه یوازې د افغانستان خاوره او جغرافیه د اسیا د دوو قطبونو ترمنځ د نښلون رول لري او سیمه کې د څلورلارې حیثیت لري، د افغانستان فضا هم د اسیا او اروپا ترمنځ د دهلیز حیثیت لري. په هوایي ټرانزېټ کې افغانستان د اسیایي او اروپایي هېوادونو ترمنځ د یوه پل حیثیت لري او ډېری اکمالاتي الوتکې له دې مسیره تګ راتګ کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې نړۍ د خپلو الوتنو لپاره د افغانستان فضا کاروي!؟ ایا سیمه کې د افغانستان له فضا پرته بل مسیر او دهلیز نشته؟

دوه کاله وړاندې د روسیې او اوکراین تر کړکېچ وروسته ګڼو هوايي شرکتونو پرېکړه وکړه چې د روسیې او اوکراین له هوایي حریم به ګټه نه اخلي.

ددغو دوو هېوادونو فضا د اروپا، منځنۍ او ختیځي اسیا لپاره ډېره مهمه، ارزانه، لنډه او خوندي وه. د یادو هېوادونو له کړکېچ وروسته هوایي شرکتونو د منځني ختیځ فضا ته پام ور واوښت او تر ډېره یې د اسراییلو او ایران پر هوایي مسیر الوتنې کولې. دا چې اوس سیمه کې ترینګلتیا خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلې، هر وخت د لویو او وړو بریدونو شونتیا شته، حماس او حزب الله هره شېبه د نویو بریدونو ادعاوې کوي؛ نو نړۍ د افغانستان فضا خورا ارزښتمنه او د وروستي غوراوي په توګه منلې ده.

یوه یادونه اړینه ده چې ټرانسپورټي شنونکي او د هوایي لیکو سمبالوونکي هېڅکله پر داسې مسیرونو خپلو الوتنو ته اجازه نه ورکوي، چې هلته د جګړې خطر وي، هر وخت ترې د برید شونتیا وي. هوایي شرکتونه تر وروستۍ کچې هڅه کوي، ځانونو ته ننګونې کمې او یا حتی صفر کړي. یاد شرکتونه کله کله د یوه واړه خطر د لیدو په صورت کې هم نامستقیمه اوږده او ګرانبیه لاره غوره کوي.

د یاد چار ګټې!!

د افغانستان پر فضا د نړیوالو الوتنو حجم او پر ټرانزیتې دهلیز بدلېدنه نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې ګڼې نورې ضمني خو مهمې ګټې هم ورسره ملې دي. د یوه داسې هېواد له هوایي حریم ګټه اخیستنه چې خاوره او فضا دې لسګونه کلونه د جګړو دودونو او لوګیو نیولي وي، درې کاله دې له هوایي حریم څوک ګټه نه پورته کوي او اوس یې حجم دې کچې ته رسیږي، واقعا د افغانستان په ښه انځور او د ځان بسیاینې او ټیکاو پر لور مو ګامونه لا لنډوي. بله مهمه خبره دا چې یاده چاره د نړۍ او افغانستان ترمنځ د باور فضا لا پراخوي او اعتماد جوړونې ته لاره هواروي.

ایا پوهېدئ چې که موږ له خپل هوایي او ځمکني ترانسپورټ بامانا ګټه واخلو، زموږ کلنۍ عاید به تر لس میلیارده ډالره وي؟ دا په داسې حال کې ده چې زموږ کلنۍ بودیجه ۲.۲ میلیاردو ډالرو ته رسیږي. مانا، موږ به یوازې له هوا او ځمکې پینځه چنده بودیجه راټوله کړي وي. په دې صورت کې موږ حتا د خپلو کانونو استخراج ته هم اړتیا نه لرو. دا کار کله شونی دی؟ اوس د اسیا تر ټولو بوخته هوایي لیکه د قطر او دوبۍ ده او له دې لارې لسګونه میلیارده ډالر عاید ترلاسه کوي. ددغو هېوادونو پرځای افغانستان غوره غوراوی دی. مانا افغانستان ددغو هېوادونو ځایناستی کېدی شي او د اسیایي او اروپایي الوتکو غوره دمه‌ځای. افغان دولت ته پکار ده چې دې برخې ته مارکیټېنګ وکړي او ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان پر فضا تېرېدونکې الوتکې اسلامي امارت ته څومره مالیه ورکوي؟

د افغانستان پر فضا له هرې تېرېدونکې الوتکې ۲۰۰-۱۵۰۰ امریکایي ډالرو مالیه د افغانستان خزانې ته زیاتیږي. که یوه الوتکه د افغانستان پر ټول مسیر تېره شي، افغان دولت ته به ۱۵۰۰ ډالر مالیه ورکوي. لکه د تاجکستان الوتکې چې له واخان تر هرات پورې د افغانستان پر سینه تېرېږي. که یوه الوتکه د افغانستان پر منځ تېره شي، له ۴۰۰-۷۰۰ ډالرو مالیه افغان حکومت ته ورکوي، که یوه الوتکه د واخان پر څوکه تېرېږي، بیا به ۲۰۰ ډالره مالیه پرې کوي.

اوس افغان حکومت ته پکار ده د هوایي ټرانسپورټ برخه کې خپل چوپړونه لا پراخ کړي او له خدای راکړې جغرافیې اعظمي ګټه پورته کړو.

دغه چاره نه یوازې د افغانستان د جغرافیې جیوپولیټیک او ستراتیژیک موقیعت لا جوتوي، بلکې دا هم ښکاره کوي چې نړۍ او سیمه د افغانستان فضا ته هم اړمنه ده او د اوس لپاره بل بدیل هم نه لري.

اړوند خبرونه