د عامي روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو بنسټ له نوي رييس او يو شمېر مسوولينو سره کتلي.
ياد وزارت په خپله اېکس پاڼه کې ليکلي، چې مولوي جلالي د بې پولې ډاکټرانو نوي رييس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ روغتیایي سکتور سره د یادې ټولنې پر مرستو لا پراختیا او همکارۍ ټینګار کړی.
په اېکس پاڼه کې وړاندې راغلي، میکایل لیپي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ښې همکارۍ ډاډ ورکړی.