د یاد ولایت د اور وژنې او پېښو ته د رسېدو مسوولین وايي، اور لګېدنه د تېلو په یوه پمپ کې د زرغون ښار ولسوالۍ په اړوند سيمه کې رامنځ ته شوې، چې په یوه ساعت کې يې مخه نيولې.
د کورنيو چارو وزارت وياند، عبدالمتين قانع نن (پنجشنبه، وږي۷) په خپل رسمي اېکس کې د دې اورلګېدنې د مهارولو خبر ورکړی. مفتي قانع د ياد ولايت د مسوولينو له قوله کاږي، چې په دغه پېښه کې، هټۍ والو ته مالي زیان هم اوښتی.