ډېر لوستل شوي

ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتو وړاندوینه شوې

 هوا پېژندنې ادارې نن(یکشنبه، وږي ۱۱مه) د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو اورښتونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی. یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې.

د اورښتونو دغه اټکل د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې شوی دی. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ډېریو ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې ګڼ خلک یې زیانمن کړي.

اړوند خبرونه