د زندانونو د سمون ادارې مسوولینو ويلي چې اوسمهال ۱۱۲۲ تنه زندانیان پر حرفوي او ۲۳۵۰ نور پر بېلابېلو زده کړو بوخت دي.
مسوولینو ویلي چې تېرکال هم ۳۳۷ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شوي دي. همدارنګه ۲۲۴۱ بنديان د ديني زده کړو له بېلابېلو برخو څخه فارغ شوي او ٦۴٠٨ تنه نور پر ديني زده کړو بوخت دي.
د محکمو د مکتوبونو له مخې،۳۲۴۳ بندیان خوشې شوي،۳۰۱۶ بندیان له ولایتونو څخه مرکز ته، له مرکز څخه ولایتونو، له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي او د ۱۵۶۲ بندیانو د برخلیک معلومولو لپاره له سترې محکمې سره اړینه همغږي شوې ده.
تېر کال کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان له مخې د روژې مبارکې مياشتې، کوچني او لوی اختر په مناسبت، ۳۲۰۰ بنديان ازاد شوي او د ۱۶۵۵ نورو په مجازاتو کې تخفیف رامنځته شوی دی.