عدلیې وزارت ویلي په تېرو دوو میاشتو کې یې د یو شمېر خیریه بنسټونو او ټولنو فعالیتونه لغوه کړې دي.
د عدلیې وزارت زیاته کړې، په تېرو دوو میاشتو کې یې د ۳۴ ټولنو، خیریه
بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درې خېریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفتر تړلی دی.
عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه دفترونه د رسمي جواز د نه لرلو، د جواز مودې پای ته رسېدو او ځینو نورو سرغړونو له امله تړل شوي دي.