د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د حکم په بنسټ د برېښنایي پېژندپاڼو د چارو د چټکوالي په موخه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې ده.
ارګ نن ماښام(سه شنبه، وږي ۱۳مه) په خپل اېکس د یادې کمېټې خبر ورکړی.
ددې کمېټې مشري د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د مرستیال مفتي سید احمد مستقیم په لاس کې ده. دغه راز په یاده کمېټه کې د بېلابېلو وزارتونو استازي او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې غړي ګډون لري. مولوي عبدالکریم فاتح، مفتي نورالله ربیعه، مولوي عبدالاحد طیب او نور ددې کمېټې برخوال دي.
دا کمېټه به برېښنایي پېژندپاڼو برخه کې د شته ستونزو، اسانتیاوو او د وېش د بهیر اړوند موندنې د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.