ډېر لوستل شوي

هرات کې د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

د هرات ځایي مسوولینو دې ولایت کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کانال د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
دا کانال ددې ولایت په ۱۳مه ناحیه کې جوړیږي. د هرات ښاروال ویلي چې ددې کانال اوږدوالی دوه کیلومتره او سور یې درې متره دی. ددې کانال چارې به ۳ میاشتې په بر کې ونیسي.
ورته وخت کې ګڼو هراتیانو د یاد کانال پیل ته خوښي ښودلې او له دولته یې د ورته پروژو د پیل غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه