د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و چې قرغزستان هم د هغو هېوادونو له ډلې وشمېرل شو چې له بندیز سره د مخو ډلو له فهرسته یې د اسلامي امارت نوم ایستلی دی.
بلخې په دې اعلامیه کې د قرغزستان حکومت د یاد ګام هرکلی او ستاینه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د قرغیزستان دغه ګام د نړیوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې د شته واقعیتونو د پېژندنې او درک پایله ده او یاده کړنه د اسلامي امارت له دولت سره د نورو دولتونو د لېوالتیا جوته ښکارندويي کوي.
له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه د قرغزستان یاد ګام اوسنی نه دی او نه هم ددې هېواد کوم چارواکي یې په تړاو تازه څرګندونې کړي؛ بلکې دوې میاشتې وړاندې یاد هېواد ویلي و چې اسلامي امارت له دې نوملړه حذفوي. دغه مهال مسکو هم اعلان کړی و چې هېواد یې غواړي افغانستان له ممنوعه ډلو له سازمانه وباسي. که څه هم دې هېواد لا په رسمي توګه له دې لېسته د افغانستان د ایستنې کومه کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو له قراینو ښکاري چې دا هېواد هم د ورته اقدام لېوالتیا لري. بل پلو، د چارو شنونکي انګیري چې د قزاقستان او قرغزستان له لوري ورته اقدامونو کې د مسکو هڅونه بې څه نه وه.
نږدې میاشت وړاندې د متحده عربي اماراتو په ګډون ځینو هېوادونو د افغانستان رسمي سفیران هم ومنل او دا چاره کې لا هم پرمختګونه شته. د روان زېږدیزکال په جنوري کې کابل د سیمې شاوخوا ۱۱ هېوادونو سفیرانو او استازو د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه یوه پراخه غونډه رابللې وه چې د افغانستان او د سیمې هېوادونو د اړیکو پر رغون او نښلون پکې بحث شوی وو.
نړیوالې رسنۍ په خپلو ګڼو کې وایي چې د سیمې له هېوادونو سره د کابل اړیکې کمسارې پراخې شوي او دې برخه کې لا هم پرمختګونه پر لار دي. له چین، ایران، مسکو، ازبکستان، قزاقستان او نورو هېوادونو استازو او پانګوالو سره لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او تمه ده ژر د ټاپي په ګډون ګڼې سترې پروژې د افغانستان په خاوره کې پیل شي.
د سیمې هیوادونه ولې غواړي له اسلامي امارت سره اړیکې ورغوي!؟
د نړیوال کړکېچ اداره وایي چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د سیمې ګڼ هېوادونو په دې هڅه کې دي چې له اسلامي امارت سره راشه درشه زیاته کړي. دا اداره زیاتوي چې اوسمهال له کابل سره د منځنۍ، ختیځې او سویلي اسیا د هېوادونو تعامل په لوړ کچ کې دی. نړیوالو ډپلوماټیکو ازادو سازمانونو هم یاده چاره له شک پرته لوی بری بللی.
د نړیوالو اړیکو ځيني شنونکي بیا پر دې باور دي، افغان حکومت غواړي چې د سیمې او نږدې هېوادونو په مټ او وسیله اروپایي او نورو هېوادونو ته ځان نږدې کړي. یاد شنونکي زیاتوي چې د سیمې هېوادونه له شک پرته د افغان حکومت او نړۍ په تعامل او نږدېوالي کې مرستندوی ثابتېدلی شي. د کړکېچ نړیواله اداره زیاتوي چې د سیمې هېوادونه هم نه غواړي افغانستان بیاځلې د بېثباتۍ او سیاسي سبوتاژ پر طرف ولاړ شي. نړیوالې رسنۍ بیا له اسلامي امارت سره د سیمې او په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا د هېوادنو نږدېوالی د نړیوالې ترهګري پر وړاندې د ګډې هڅې پر مانا تعبیروي. یو شمېر اقتصادي شنونکي د سیمې او افغانستان اړیکې د ګټې وټې او ګډو ګټو له عینکو څېړي. یاد شنونکي داسې انګیري چې ګوندي افغانستان سیمه کې خپل اقتصادي سیالان پیدا کړي او غواړي له دې لارې نورو هېوادونو ته ځمکنۍ لارې وغځوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو ویلي چې د ګاونډیو او سیمو هېوادونو په تړاو د خیر ښېګڼې نیت لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دې د نورو هېوادونو ګټې زیانمنې کړي او یا دې هم پرې تېری وکړي. افغان حکومت له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې لاس پر شي او خپلې دوه اړخیزې اړیکې د ګډ درناوي سیاست له مخې وپالي