د اروزګان د امنيه قومندانۍ مسوولين وايي، چې د دې ولایت د امنيه قومندانۍ ورکشاپ امريت په هڅو ۳۳ عرادې پوځي وسايط ترميم او کار اخېستنې چمتو شوي دي.
له دې قومندانۍ څخه اميد راډيو ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو وسايطو کې څوارلس هاموې ټانګونه، يوولس رنجر موټر، پنځه انټرنېشنل موټر او درې موټرسایکلونه شامل دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د پوځي وسايطو د ترميم په برخه کې د ياد ورکشاپ لخوا هڅې روانې دي هغه پوځي وسايط، چې په تيرو جګړو او پيښو کې ويجاړ شوي دي، ترميم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اروزګان ولايت سربېره په يو شمېر نورو ولايتو کې هم د تېرې ادارې پر مهال ويجاړ شوي پوځي وسايط بېرته رغول کېږي.