د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې موندل شوي ۳۳ تاریخي اثار یې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ملي موزیم ته سپارلي دي.
دې تاریخي اثارو کې سکې، کوچني لوښي او مجسمې شاملې وې، چې د یو شمېر دولتي مسوولینو په حضور کې ملي موزیم ته سپارل شوي.
دا اثار د پکتیا په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د دې توکو لرغونتیا نه ده په ډاګه شوې، خو ټاکل شوې چې لرغونتوب یې د یوه مسلکي ټیم له لوري تثیت شي.