د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، په ننګرهار او بلخ ولايتونو کې ۱۵ کلنه دوښمني په دوستي بدله شوه.
ياد وزارت په خپل اېکس ليکلي، چې د ننګرهار ولايت لعل پورې ولسوالۍ ګل ډاک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۵ کلنه شخړه حل شوې، چې د يوي خوا يو کس پکې وژل شوی و.
په ورته مهال، د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې هم د دوو قومونو ترمنځ روغه جوړه شوې ده. د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په دې وروستيو کې د خپلو هڅو په مټ او د ولايتي رياستونو په همغږۍ، د کلنو دوښمنۍ ختمې او د روغې جوړې په ټغر یې سره راټول کړي دي.