د کانونو او پټروليم وزارت وايي، ټول قراردادي شرکتونه مکلف دي چې خپل کارونه په پوره روڼتيا او له قراداد سره سم تر سره کړي.
د ياد وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري دغه څرګندونې د هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د “بند سبزک” او نايک ډبرو سکرو د کانونو د ليدنې په مهال وکړې.
د وزارت سرپرست په دغه سفر کې د کرخ ولسوالۍ “بند سبزک” او اوبې ولسوالۍ نایک ډبرو سکرو کانونو چارې له نږدې څارلې او د اړوندو شرکتونو استازو ته یې د استخراج، ټولنیزو خدماتو او روڼتیا په برخه کې نورې لازمې لارښوونې هم کړې دي. د يادولو ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د غوريانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلورم بلاک څخه هم ليدنه کړې ده.