خوست کې د کاري فرصتونو د موندنو او د بیکارۍ کچې د کمولو په موخه د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د اداري کمپلیکس فني او حرفوي زده کړو مرکز کې ۱۱۰ ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه.
دغو ځوانانو ته به په دریو څانګو(مبایل جوړول، کمپيوټر زدهکړو او د تعمیراتو برېښنا) کې شپږ میاشتنۍ تیوریکې او عملي زده کړې ورکړل شي.
په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د خوست د والي مرستیال مولوي محبوب شاه قانت ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دولت او ولس ترمنځ واټن صفر شوی او د هرې امارتي ادارې دروازې د هر وګړي پر مخ پرانیستې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تېر کال لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي و، د بېلابېلو ادارو سره یې ۱۵ هوکړه لېکونه لاسلیک کړي، چې په مټ به یې یو نیم افغانانو ته په سیده او ناسیده توګه د کار زمینه چمتو شي.