د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وايي، په تېر يوه کال کې ۸زره او ۱۵۰ تنو ته د حرفوي زدهکړو لنډمهاله پروګرامونه او ۱۰۰ تنو فارغانو ته د کارپنځونې ورکشاپونه دایر شوي دي.
د يادې ادارې مسوولينو نن (يکشنبه، د وږي۲۵مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د تېرو يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې وويل: «د ۳زره او ۷۴۵ فارغانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې پرله پسې هڅې شوې او ۷۶۹ تنه فارغان په امارتي ادارو او خصوصي سکټور کې جذب شوي دي.» د یادې ادارې تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي غلام سعيد احساس همداراز ويلي، د دې ادارې د خدمتونو او کاري پروګرامونو د کیفیت او کمیت د ښه والي او د متخصص کاري ځواک د پیاوړتیا په موخه، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پنځه کلنه ستراتیژي منظور او تطبیق شوې ده.