د کورنيو چارو وزارت وايي، د څرخي پله تخنيکي کنډک د خپل تخنيکي پرسونل پر مټ لسګونه پوځي وسايل بيا رغولي دي.
ياد وزارت په خپل اېکس ليکلي، د تأميناتي چارو معينيت اړوند د تخنيکي انجنيرانو پر مټ لسګونه پوځي وسايط (هاموي ټانګونه، رينجر او امبولانسونه) رغولي او ګټې اخیستو ته يې سپارلي دي. د يادولو ده، چې د تېرې ادارې په مهال ویجاړ شوي زرګونه پوځي وسايط، د کورنيو چارو وزارت اړوند تخنیکي انجنيرانو له لوري بيا رغول شوي دي.